الروم ۲۰

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ

اوبعضی د دلیلونو دتوحید او قدرت د اللّه تعالٰی نه دا چه پیدائش ئی شروع کړی دی ستاسو دخاوری نه بیا شئ تاسو بشر ډیرخواره واره شئ -

دابل دلیل عقلی دی ددواړو مقصدونو دپاره (مِنْ تُرَابٍ) مراد ددی نه پیدائش د آدم علیه السلام دی دخاورونه اومعنیٰ د (خَلَقَكُمْ) خلق اصلکم یا مراد ددی نه هرآنسان دی ځکه چه هرانسان دنطفی نه پیدادی اونطفه دخوراک نه پیداکیږی اوخوراکونه دځمکی نه پیدا کیږی -
فائده: په دی سورة کښی د اوو آیاتونو په اول کښی وَمِنْ آيَاتِهِ ذکرکړی دی ددی یووجه داده چه دغه دلیلونه په مدعا ثابتولو کښی ښه واضح دی - دوهمه وجه داده چه هریودهغی نه په حقیقت کښی په ډیرو دلیلونوباندی مشتمل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل