الروم ۱۹

يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَلِكَ تُخْرَجُونَ

را اوباسی اللّه تعالٰی ژوندی لره دمړ نه اورا اوباسی مړلره دژوندی نه اوتازه کوی ځمکه روستو داوچیدلونه اودغسی به راویستلی کیدلی شئ تاسو -

ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۴۲) پوری په دی کښی یوولس عقلی دلیلونه ذکرکوی د اثبات دتوحید او دا شواهد دی دپاره ددعوی دسورة - اوپه دی کښی مثال دی دپاره درد دشرک، بیائی اصول ذکرکړی دی دپاره دحصول ددعوی دسورة اوپه مینځ داصولوکښی دمشرکانو اووه قبائح ئی ذکرکړی دی - اودهغوی تحذیرذکرکوی اوفرق ذکرکوی د ربوٰ او د زکوٰة - اوتخویف دنیوی اودهغی اسباب ذکرکړی دی د ا (۱۹) آیت دلیل عقلی دی دپاره داثبات دتوحید چه په تیرشوی آیاتونوکښی ذکرشو په دی کښی او ددی نه روستو دلیلونو کښی انقلابات د حالاتوذکرکوی اشاره ده اثبات ددعوی د سورة نه - په دی آیت کښی دری احوال انقلابیه ذکرکړی دی او څلورم انقلاب کښی ذکردقیامت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل