العنكبوت ۵۶

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ

ای بندگانو ځما هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی یقیناً‌ ځمکه (ملک) ځما فراخه ده نوخاص ماله بندگی کوئ -

ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری څلورم باب دی په دی کښی ذکردابتلاء بالهجرة دی په څلورو طریقو سره بیا دری عقلی دلیلونه دی چه په هغی کښی مهاجرینوته تسلی هم ده اوپه هریو دلیل کښی څلورڅیزونه ذکرکړی دی بیا څلور زجرونه دی او اختتام دی په دعویٰ دسورة سره - په دی (۵۶) کښی اوله طریقه دترغیب الٰی الهجرة ده یعنی چه په یو ملک کښی ظلم وی دطرف دمشرکانونه پابندی وی په اظهاردتوحید اود طاعاتوباندی نووطن پریخودل لازم دی لیکن دین پریخودل جائز نه دی - (إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ) په دی کښی اشاره ده چه په هجرت سره وسعت او فراخی حاصلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل