وَمَا كُنْتَ تَرْجُو أَنْ يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ
اونه وی ته چه امید کوؤ تا ددی خبری چه دربه کړی شی تاته کتاب مگر (درکړی دی مونږتاته) دوجی درحمت درب ستانه پس مه کیږه هیڅکله امدادی د کافرانو -
په دی کښی هم دوه تفریع دی اوله په (۷) باندی دوهمه په (۱۷) باندی په اوله تفریع کښی اشاره ده چه نبوت په رحمت د اللّه تعالٰی سره حاصلیږی هغه کسبی څیزنه دی اوپه دوهمه تشجیع ده نبی ﷺ ته او دا دلیل دی چه دکافرانو سره هرقسم امداد کول حرام دی -