القصص ۸۵

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ

یقیناً هغه ذات چه فرض کړی دی په تاباندی رَسَوَل دقرآن خامخا واپس کوی به تالره ځای دواپسی ته اوایه رب ځما ښه پوهه دی په هغه باندی چه راتلل اوکړی پ هدایت سره اوپه هغه چاچه هغه به وی په گمراهئ ښکاره کښی -

په دی آیت کښی دوه تفریعات دی یوپه (۷) باندی اوبل په (۳۷) باندی اودا خطاب دی نبی ﷺ ته دپاره دتشجیع په دعوت باندی اوددی آیت نه نبی ته آته خطابات شروع شول ( مَعَادٍ) مراد ددی نه مکه معظمه ده اوپه دی کښی پیشنگوئی ده چه ای نبی ته به ددی کلی نه ویستلی کیږی اوبیابه دفتح په صورت کښی دی ته واپس راځی لکه چه موسیٰ علیه السلام دمورنه جدا کړی شو اوبیائی مورته واپس کړو اودارنگ دمصرنه اوتلو اوبیا ورته واپس راغی یادمعاد نه مراد جنت دی (قُلْ رَبِّي) دا جواب دی دطعن کولو د کافرانو په نبی ﷺ باندی چه ته په گمراهئ کښی ئی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل