وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ داؤد علیه السلام او سلیمان علیه السلام ته خاص علم او دوی وئیل ټوله ستائینه (دخدائی) اللّه تعالٰی لره دی چه غوره والی ئی راکړی دی مونږته په ډیرو دبندگانو دهغه نه چه مؤمنان دی -
ددی آیت نه دوهمه قصه ده دسلیمان علیه السلام تر آیت (۴۴) پوری په دی کښی ډیرحکمتونه دینی اوسیاسی موجود دی اوداټول حکمتونه په قدرت اوپه علم د اللّه تعالٰی سره دی په دی کښی هم لوئ حمکت اظهار ددی خبری دی چه سلیمان علیه السلام عالم الغیب نه وؤ اوشهادت د دوؤ گواهانو ئی په هغی باندی پیش کړی دی یو نملة (میږی) دوهم هُدهُد (عِلْمًا) نکره ده بعضی خاص علمونه ترینه مراد دی چه هغه نبوت دی اود مارغانوپه خبری باندی پوهیدل اوتسبیح دغرونو اوریدل اوتسخیردشیاطینودی داپه علماً کښی داخل دی - په دی آیت کښی حکمتونه دادی (۱) په علم دانبیاؤ علیهم السلام کښی صفت فاضله دی (۲) عالم باندی لازم دی چه دنعمت دعلم شکرادا کوی (۳) اوعقیده دی ساتی اگرچه دی افضل دی د ډیروخلقونه لیکن دده نه هم بعضی خلق افضل شته نوتکبربه نه کوی (۴) اوافضل علم هغه دی چه د اللّه تعالٰی دطرف نه نازل شوی وی (۵) او انبیاء علیهم السلام په علم کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -