النمل ۱۴

وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ

اوانکاراوکړو دوی دهغی نه اویقین کړی وؤ په هغی باندی زړونو ددوی دوجی دعناد اود لوئی نه پس اوگوره چه څنگه شو انجام دفساد کوؤنکو -

حکمتونه ددی آیت دادی (۱) دفرعونیانو انکاری عناد دحق نه (۲) په زړه کښی یقین په حقانیت دهغی (۳) دلیل دی چه هرکله په زړه کښی تصدیق وی لیکن په ژبه باندی انکار وی نودا کفر دی (۴) کله سبب دکفرعناد او تکبروی سره دعلم نه (۵) آخری عاقبت دمفسدینو هلاکت او تباهی ده تردی پوری شپږدیرش حکمتونه ذکرشول ځما دعلم مطابق، ددی نه علاوه نور ډیرهم حِکم په دی کښی شته - اوپه دی ټولو کښی لوئ حکمت دادی چه موسیٰ علیه السلام سره دنبوت او د معجزاتونه په غیب باندی علم نه لرلو (فَانْظُرْ) کښی خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد په دی کښی تسلی دهغه اودامت ده په اهلاک دمفسدانو سره

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل