أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ
آیاته نه گوری چه دوی په هره کنده کښی گډوډ گرځی -
په دی کښی دریمه طریقه دجواب ده چه شاعران بیهوده کلام اومتضاد خبری او ددنیا د لالچ دوجی نه د چا مدح او دچا هجو کوی - او لفظ د (يَهِيمُونَ) کښی تشبیه ددوی ورکوی داوښانو وږو تږو سره چه هری کندی اوصحراء ته دخوراک په حرص کښی گرځی - اوهرچه قرآن او ددی نبی ﷺ حال دی نود هدایت او دحکمت دخبرونه ډک دی دنیا پرستئ او هوا پرستئ نه خالی دی -