الشعراء ۲۲۴

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ

اوشاعران روان دی په هغوی پسی سرکشان خلق -

په دی آیت کښی ددوهمی شبهی جواب دی منکرینووئیل چه دا شاعردی اودا قرآن دده شعردی او دمنکرینوپه نیز داثابته وه چه شاعر دروغولره په شعرسره ښائسته کوی اوخلقوباندی اثرکوی - جواب ورکوی په دری طریقوسره په دی آیت کښی - اوله طریقه دجواب ده استدلال بالصاحب والقرین (مثال دی چه سړی ته مه گوره ملگری ته ئی اوگوره) یعنی د شاعرانو تابعدار او ملگری گمراهان، بدمعاشان، فاسقان وی اوددی نبی ﷺ صحابه سجده کوؤنکی ژړا کوؤنکی دنیا سره محبت نه کوؤنکی دی - (دارنگ په تفسیرسراج المنیرکښی دی)
فائده: هرکله چه د ښائسته صفاتو صحابونه صدق د نبی ﷺ باندی استدلال اوکړی شو نو لازمی نتیجه داده چه څوک دصحابه کرامو بدی وائی اوهغوی ته سب اوشتم کوی نوهغه دنبی تکذیب کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل