رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ
ای ربه ځما بچ اوساتی مالره اوکورنئ ځما دسزا دهغه عمل نه چه دوی ئی کوی -
په ظاهرکښی دعا دنجات ده دخپل ځان او اهل دپاره اوپه حقیقت کښی دعا شرده په قوم باندی هرکله چه دهغوی دایمان نه ناامیده شو (عَجُوزًا) سره ئی تعبیراوکړو اشاره وه چه دا ترآخر عمرپوری په شرک او کفرکښی وه (لْغَابِرِينَ) هغه خلق چه په عذاب کښی پاتی شول ترهمیشه پوری اوددی نه معلومه شوه چه په قوم دلوط علیه السلام کښی مرض دشرک وؤ اوهغه سبب وؤ دپاره دعذاب ددغه زنانه (فَسَاءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِينَ) کښی اشاره ده چه ددی قوم هیڅ عذرنه وؤ ځکه چه دوی ته پوره انذارکړی شوی وؤ -