قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُمْ مِنَ الْقَالِينَ
اوئیل هغه یقیناً زه ستاسو عمل لره دبدگنړونکو نه یم -
انبیاء علیهم السلام دچاپه دباؤ سره حق نه پریږدی (الْقَالِينَ) د قلٰی نه اخستی شوی دی لکه ماودعک ربک وماقلٰی، سورة الضحیٰ (۳) او قلٰی بغض او نفرت کول او بدگنړلو ته که طبعًا وی اوکه شرعاً وی هم وئیلی کیږی -