الفرقان ۶۸

وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا

اودا هغه کسان دی چه نه رابلی د اللّه تعالٰی سره مددگار (حاجت روا) بل اونه وژنی نفس لره هغه چه حرام کړی دی اللّه تعالٰی وژل دهغه بغیردجرم شرعی نه اونه زناکوی اوکه چا اوکړو داکارونه مخامخ به شی د سزادگناه سره -

په دی آیت کښی دری صفات (نهم، لسم، یوؤلسم) ذکرکوی تیرشوی صفات تحلیه وؤ اودا صفات تخلیه دی، یعنی دمخکښنوصفتونو په سبب دوی د مشرکانوعلمونو نه ځان بچ ساتی - یودهغی نه شرک فی الدعا دی (مَعَ اللَّهِ) اشاره ده چه مشرک اللّه تعالٰی منی اوکله یااللّه مدد هم وائی لیکن کله غیراللّه ته رامدد شه وائی په دی عقیدی سره چه دی زمونږحاجت روا اواختیارمند دنفع اوضرر اوغیب دان دی اوشرک سبب دقتل ظاهری دی اودقتل خفی دی (چه هغه زنادی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل