وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا
اوداهغه کسان دی چه کله خرچ کوی نوحد نه تیریدل نه کوی اونه شومتیا کوی اودی په مینځ ددی کښی برابر (میانه حاله) -
په دی کښی دری (شپږم، اووم، اتم) صفت ذکرکوی تیرشوی صفتونوکښی طاعت کول په ماموراتوکښی ذکرکړل نوپه دی کښی دگناهونونه بچ کیدل ذکرکوی دارنگ مخکښی عبادت بدنیه ذکروؤ اوس عبادت مالیه ذکرکوی (لَمْ يُسْرِفُوا) اسراف خرچ کول دی په غیردطاعت د اللّه تعالٰی اودرسول نه لکه خرچ کول په شرک او بدعاتو اوفسق او فجورکښی (لَمْ يَقْتُرُوا) اقتار بخل کول دخرچ کولونه په طاعت د اللّه تعالٰی اودرسول کښی لکه زکوٰة نه ورکول اوپه دعوت او جهاد کښی خرچ نه کول اونورفرض واجب نفقات نه کول (قَوَامًا) په طاعت د اللّه اود رسول کښی خرچ کول اودارنگ سورة بنی اسرائیل (۲۹) کښی هم تیرشوی دی -