الفرقان ۱۸

قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا

دوی به اوائی پاکی ده تالره نه خائیږی مونږلره چه اونیسو مونږسیوادستانه مددگاران (معبودان) اولیکن مزی ددنیا ورکړی دی تا دوی ته اوپلارانو ددوی ته تردی پوری چه هیرکړو دوی توحید لره او ؤو قوم تباه کیدونکی -

داجواب دی په ترقئ‌ سره اودلیل دی چه مونږگمراهئ ته دعوت نه دی ورکړی ځکه چه مونږعقیده دتوحید لرو ستانه سیوا بل څوک واکدار اختیارمند او حق دارد بندگئ نه گنړو - اومؤحد بل چاته دعوت دشرک نه ورکوی (وَلَكِنْ مَتَّعْتَهُمْ) دا سبب دگمراهئ ذکرکوی یعنی سره دشرک کولونه تا (ای اللّه تعالٰی) ددوی اوددوی دمشرانو حاجتونو پوره کول اوددنیا فائدی دورکولی نودوی خیال اوکړو چه شرک حق دین دی اوتوحید ئی هیرکړو نوددی وجی نه تباه شول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل