وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنْتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَؤُلَاءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ
اوپه کومه ورځ چه جمع به کړو دا مشرکان اوهغه څوک چه دوی بندگی کوی دهغوی سیوا د اللّه تعالٰی نه نووائی به آیا تاسو گمراه کړی دی دا بندگان ځما دغه (چه مشرکان دی) یا دوی په خپله گمراه شوی دی دلاری نه -
دا تخویف اخروی دی په طریقه دبرائت د الٰهه باطله دعابدانو نه - اوآیت کښی ملائک او انبیاء او صالحین مراد دی چه مشرکان دهغوی عبادتونه کول اوبرکات ورکوونکی ئی گنړل دی جاهلانو دهغوی بتان جوړکړی دی اودعوی کوی چه مونږته دغه صالحینودا حکم کړی دی چه مونږله عبادت کوئ مونږستاسو ذمه داریو نوپه دوی باندی دالزام دپاره به په ورځ دقیامت ددغه صالحینو نه تپوس کیدی شی لکه دسورة مائده په آخرکښی تپوس کول د عیسیٰ علیه السلام نه په دی مقصد ئی ذکرکړی دی (أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي) مراد ددی نه گمراهی ته رابلل دی ځکه گمراه کول دوی نه شی کولی -