بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ وَأَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا
بلکه دوی دروغژن گنړی قیامت لره اوتیارکړی دی مونږهغه چالره چه دروغژن گنړی قیامت اوربل کړی شوی -
په دی آیاتونو کښی زجردی په انکارکوونکو دقیامت اوتخویف دی په سعیرسره او شپږ احوال ئی ذکرکړی دی (۱) لیدل دلری نه (۲) تغیظ (۳) زفیر (۴) مکان ضیق (تنگ کور) (۵) ثبورغوښتل (۶) ثبوکثیر - ددی دوهم حال نه معلومه شوه چه جهنم له به اللّه تعالٰی شعوراو احساس ورکړی نولیدل به کوی، غصه اوغړمباربه کوی - او دابن کثیرپه روایت کښی راځی داسی تنگ ځای کی به واچولی شی لکه میخ په یو دیوال کښی په زور اوټومبلی شی (ثُبُورًا) داسی لفظ دی چه دلالت کوی په هلاکت او خسران اوتباهی باندی مراد دادی چه جهنمیان به مرگ غواړی نوورته به اوئیلی شی چه ډیرکرته مرگ به اوغواړی یعنی اسباب د مرگ ډیرراځی لیکن مرگ به درباندی نه راځی -