تَبَارَكَ الَّذِي إِنْ شَاءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِنْ ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَلْ لَكَ قُصُورًا
برکتونووالا دی هغه ذات که چیری اوغواړی دربه کړی تالره غوره ددی نه باغونه چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی اودربه کړی تالره بنگلی -
ددی نه تر (۳۴) پوری دوهم باب دی په دی کښی دوباره دعویٰ دتبارک ده اومراد ترینه برکات اخرویه دی یعنی د جهنم نه بچ کول اودجنت نعمتونه ورکول اوبیا زجردی دمنکرینودقیامت اوبیا تخویف او بشارت په شپږ طریقوسره دی بیا تخویف دی په برائت د آلهه دمشرکینو - اوجواب دبعضی اعتراضونو دی اوزجردی اوتخویف تفصیلی، بیا تسلی ده نبی ته اواشاره ده جواب د اعتراض سره په قرآن باندی اودهغی جواب اوبیا تخویف دی، په دی (۱۰) کښی تسلی ده نبی ته اواشاره ده جواب داعتراض د (۸) ته - (ذَلِكَ) کښی اشاره ده کنزاوجنت ته چه دوی دهغی مطالبه کوله (جَنَّاتٍ) ددی نه مراد باغونه او بنگلی په آخرت کښی مراد دی - او اِن په معنیٰ د اذا دی ځکه چه دنبی دپاره د جنت نعمتونه ورکیدل یقینی دی یا مراد ددی نه د دنیا باغات او بنگلی دی لیکن نبی ﷺ هغه نه دی خوښ کړی ددی وجی نه اللّه تعالٰی نه دی ورکړی -