النور ۶۰

وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

اوبوډئ گانی د زنانو هغه چه امید نه لری دنکاح کولو نونیشته په دوی باندی گناه چه کیږدی پړونی خپل نه به وی ښکاره کؤونکی خپل ډول لره اوځان بچ ساتل ډیرغوره دی دوی لره او اللّه تعالٰی اوریدونکی دی پوهه دی -

دادوهم قانون دی دپاره د دفع کولو دحرج، سره دبیان دعفت نه (وَالْقَوَاعِدُ) کښی اشاره ده چه دوی دعام ضروریاتو (چه زنانوسره تعلق لری) نه عاجزی شوی دی (اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا) په دی صفت کښی اشاره ده چه دوی دعمر داسی انتهاء ته رسیدلی دی چه شوق او رغبت ترینه ختم شوی دی اوپه داسی حال کښی دجانبینونه د بداخلاقئ پیداکیدلو هیڅ خطره نیشته (ثِيَابَهُنَّ) مراد ددی نه پړونی او برقعه او لوی څادر دی (غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ) یعنی پړونی نه استعمالو دزینت ښکاره کولو دپاره نه کوی یادا چه پردوخلقوته سینه، غاړه، مټی، پنډئ نه ښکاره کوی اودارنگ مخ ته او شونډو او لاسونو خپوته رنگ نه ورکوی (وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ) په دی کښی اشاره ده چه احکامو کښی دوه قسمونه دی یوعزیمت چه په هغه باندی عمل کول غوره کاروی اودوهم رخصت چه په هغی باندی عمل کول جائزوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل