النور ۵۹

وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

اوکله چه اورسی واړه بچی ستاسو بلوغ ته پس اجازت دی غواړی هروخت لکه چه اجازت غوښتلوهغه کسانو چه ستاسونه مخکښی (بالغان شوی دی) دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام خپل او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالا دی -

داد مخکښی قانون تتمه ده یعنی چه دغه هلکان (اولاد) بالغان شی نوبیابه هروخت داسی اذن غواړ ی کوم چه (۲۷) کښی تیرشوی دی (الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) نه مراد هغه کسان دی چه ددی نه مخکښی بالغان شوی دی اوهغوی ته عام حکم (۲۷) کښی تیرشوی دی - او ددواړو آیتونو په اختتام کښی دتاکید دپاره ئی (كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ) ذکرکړی دی، هرکله چه په روستو آیت کښی حواله ورکړی وه په مخکښی حکم باندی نودهغی داشاری دپاره آيَاتِهِ ذکرکړو اومخکښی آیت کښی ئی مطلق حکم وؤ نو الآیات ئی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل