النور ۵۴

قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

اوایه تابعداری کوئ‌ د اللّه تعالٰی اوتابعدارئ کوئ درسول پس که مخ اوگرځؤو تاسو نو یقیناً‌ دهغه په ذمه باندی هغه کاردی چه هغه ته سپارلی شوی دی اوپه تاسوباندی هغه دی چه تاسوته سپارلی شوی دی اوکه تابعداری اوکړئ دده نوهدایت به امومئ نونیشته په رسول باندی مگررسول دی ښکاره -

په دی کښی دعوت د اطاعت کامله دی دمنافقینو ته په اخلاص او په ترک دمنافقت سره اونقصان دتولی (اطاعت پریخودل) ئی ذکرکړی دی په فان تولوا آه سره (مَا حُمِّلَ) نه مراد دعوت اوتبلیغ او ادائیگی دخپلوفرایضوده (مَا حُمِّلْتُمْ) نه مراد قبلول داحکامو اوتابعداری د رسول اللّٰه ﷺ اواکرام دهغه دی اوفائده د اطاعت ذکرکړی ده په وان تطیعوا سره ددی ددی نه معلومه شوه چه په غیردتابعدارئ‌ د نبی ﷺ هدایت نه حاصلیږی نوهغه پیران چه دځآن نه ئی طریقیت او حقیقت جوړکړی دی او وائی چه شریعت جدادی او طریقت جدا دی اوهغه بدعتیان چه دځان نه عقیدی او اعمال جوړوی اودهغی ثوابونه ذکر کوی داټول گمراهان دی ددوی سره هدایت نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل