النور ۵۳

وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ قُلْ لَا تُقْسِمُوا طَاعَةٌ مَعْرُوفَةٌ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

اوقسمونه کړی دی دوی په اللّه تعالٰی باندی کلک قسمونه خپل که چیری ته حکم اوکړی دوی ته خامخا دوی به اوځی ته اوایه قسمونه مه کوئ تابعداری ستاسو معلومه ده یقیناً اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه کارونو چه تاسوکوئ -

په دی آیت کښی زجردی منافقانوته اودهغوی لسم صفت ذکرکوی یعنی هرکله چه په فرق بیانیدلوسره دوی بی اعتباره شول نوددی وجی ډیرتاکیدئی شروع کړو په قسم کولوسره په نوم د اللّه تعالٰی باندی ځکه چه قسم په غیراللّه باندی دوی په عام حالاتوکښی کوؤ لیکن قسم کول په نوم د اللّه تعالٰی سره ددوی په نیزباندی مضبوط قسم وؤ (لَيَخْرُجُنَّ) یعنی ته مونږته حکم کوی نو مونږستا په تابعدارئ کښی دکورونو نه اواهل وعیال اومالونونه اوځو اوستا حکم منو یامراد دا چه جهاد دپاره اوځو (طَاعَةٌ مَعْرُوفَةٌ) ددی اوله معنیٰ داده چه شرعی طاعت کول دقسم کولو نه غوره دی، دوهم داچه لازم دی په تاسوباندی طاعت شرعیه، دریمه معنیٰ داده ستاسو طاعت معلوم او مشهوردی چه هغه طاعت دی دخپل مفاد او خواهش دپاره لکه چه مخکښی تیرشو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل