النور ۴۱

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ

آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی تسبیح وائی هغه لره هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوځمکه کښی دی اومارغان غوړؤونکی د وزرو دی هریو ښه پیژنی اللّه تعالٰی مونځ دهغه او تسبیح وئیل دهغه او اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه کارونو چه دوی ئی کوی -

دنور دحاصلولو او دظلماتو نه دبچ کیدلو دپاره عقلی دلیلونه په توحید باندی ذکرکوی، دااول دلیل دی (صَافَّاتٍ) په دی حال کښی مارغان ښکاریږی انسانانوته ځکه ئی خاص ذکرکړل یاپه داسی وخت کښی مارغان ډیره تسبیح وائی (كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ) صلات متعلق دی د ملائکو او جناتو او انسانانوسره او تَسْبِيحَهُ متعلق دی په مارغانوپوری یاتسبیح بیان دی دصلات او (قَدْ عَلِمَ) کښی ضمیرراجع دی اللّه تعالٰی ته یعنی اللّه تعالٰی دهرچا په صلات او تسبیح عالم دی ځکه ورپسی عموم دعلم د اللّه تعالٰی ذکرکړو داتوجیه غوره ده یاضمیردعلم راجع دی دغه مخلوق ته یعنی هریو دملائکو او جناتو او انسانانواومارغانو نه دصلاة او د تسبیح پوهه لری په هغه طریقه چه اللّه تعالٰی ورته خودلی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل