أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ
بل مثال ددوی په شان د ډیرو تیارو دی په دریاب ډونگی کښی چه پټ کړی وی هغه لره چپی دپاسه ترینه بله چپه وی دپاسه ترینه وریځ وی تیاری دی بعضی دپاسه دبعضو نه هرکله چه را اوباسی دی لاس خپل نزدی نه ده چه هغی لره اوینی اوهغه څوک چه ورنه کړی اللّه تعالٰی هغه ته نور نونیشته هغه لره هیڅ نور -
دامثال ددوهم قسم اصحاب ظلمات دی چه جاهلان مقلدین دی یا مثال دی دبدو اعمالو دمشرکانو - تطبیق دمثال دادی لکه چه یو کس په سمندر ډونگی کښی وی دایوظلمت دی - راگیرکړی وی یو موج دادوهم ظلمت دی دپاسه نه بل موج وی دادریم ظلمت دی دپاسه پری وریځی دی داڅلورم ظلمت دی په داسی ظلماتوکښی دځان نه هم خبرنه وی خپل لاس هم نه شی لیدلی دارنگ دا کافرپه ظلمت دجهل کښی دی بیاپه جهل باندی هم نه پوهیږی دابل ظلمت دی بیا دی په دی ظلمت دتقلید کښی دی اودده امام پیشوا هم جاهل مشرک اومبتدع دی دابل ظلمت دی، دی دځان دپاره هیڅ لار دنجات نه شی موندلی ځکه چه اللّه تعالٰی ده ته نورنه ورکوی نوبل څوک به ئی څه ورکړی - دوهمه طریقه دمثال: چه یو ظلمت دشرک دی بل ظلمت د انکار جهلی یاعنادی دی دریم ظلمت دفسق او فجور داعمالو او اخلاقو دی څلورم ظلمت په خلقو باندی دظلمونوکولو دی اوبیا هم ده ته خپل گناهونه محسوس کیږی نه - ددی وجی نه نورداللّه تعالٰی دطرف نه نه ورکیږی (لُجِّيٍّ) کښی اشاره ده چه د لاندی دطرف نه دظلمتونو انتها نه ده معلوم (مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ) په دی کښی اشاره ده چه نمر، سپوږمئ دستورو رنړا هم دده د سترگونه په وریځو سره بنده ده (إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ) انسان ته خپل لاس د نظرکولو دپاره ډیرنزدی وی لیکن هغه هم نه شی لیدلی نوبل هیڅ څیزلیدلی نه شی -