إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
یقیناً هغه کسان چه بدنامی لگوی په پاکو زنانوسادگانو ایمان والو باندی لعنت کړی شوی په دوی باندی په دنیا کښی او آخرت کښی اودوی لره عذاب لوی شان والا دی -
په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی بدنامه لگوونکو منافقانوته چه هغوی دا عمل جائز گنړی - اوتوبه ئی نه وه کړی اودا صفت دمنافقانو دی اوآیت عام دی نارینو اوزنانو ته شامل دی یعنی د المحصنات نه مراد نفسونه پاکدامن دی اوهرکله چه منافقانو په دی واقعه کښی ژبی او لاسونه او خپی استعمال کړی دی نودهغی شهادت ئی ذکرکړو، او داسی شهادت په سورة یٰس (۶۵) او سورة حمٓ سجده (۲۰) کښی ذکرشوی دی (الْحَقُّ الْمُبِينُ) نوم دی دنومونو د اللّه تعالٰی نه - لازمی معنیٰ داده چه ښکاره دی حقانیت د اللّه تعالٰی په هرقسم دلیلونوسره یامتعدی معنیٰ ده چه بیانوؤنکی دی حق لره -