وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
اوقسم دی نه کوی غوره والی والا ستاسونه او مالا والا دورکولو نه خپلوانوته او مسکینانوته اوهجرت کؤونکوته په لار د اللّه تعالٰی کښی او معافی دی کوی اومخ دی اړوی (دملامته کولونه) آیا تاسو نه غواړئ چه بخښنه اوکړی اللّه تعالٰی تاسوته او اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم والا دی -
په دی آیت کښی ذکر دادابودی مؤمنانوته یعنی لوی مرتبی والا مؤمن دپاره لوئ اخلاق په کاردی اوپه دی آیت کښی ذکر دعظمت شان دصحابه کرامو دی ځکه آیت نازل شوی دی په باره د ابوبکراو مسطح بن اثاثه رضی اللّه عنهما کښی مسطح د ابوبکر رضی اللّه عنه دخاله ځوی وؤ مسکین وؤ مهاجر وؤ لیکن په بهتان دعائشه رضی اللّه عنها کښی شریک شوی وؤ نو ابوبکررضی اللّه عنه قسم اوکړو چه زه به ده ته آینده دپاره هیڅ نفقه او صدقه نه ورکوم نوروستو ددی آیاتونو دنزول نه او توبی دمسطح نه دا آیت نازل شو - اواشاره ده چه په یوگناه (بغیردشرک او کفرنه) سره عملونه نه برباد کیږی دداسی شخص سره قرابت او دهغه په عمل دهجرت کښی نقصان نه راځی - اودا آیت دلیل دی چه بل چاته دهغه جرم معاف کول سبب دمغفرت دگناهونو دی -