النور ۲۰

وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ

اوکه چیری نه وی فضل د اللّه تعالٰی اورحمت دهغه اوداچه یقیناً اللّه تعالٰی شفقت کؤونکی رحم کؤونکی دی -

په دی آیت کښی ترغیب دی اوتخویف ته اشاره ده چه حذف دجزاء د لَوْلَا سره چه لعذبکم دی اودی آیت کښی دفضل نه مراد بیان دعلاماتو دمنافقانو دی اومراد درحمت نه حفاظت دی د فاحشی او د اشاعت دهغی نه او دا دواړه خبری دمؤمنانودپاره رآءفت او رحمت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل