إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
یقیناً هغه کسان چه خوښوی داچه خوره شی بدکاری په مؤمنانوی کښی دوی لره عذاب دردناک دی په دنیا اوآخرت کښی او اللّه تعالٰی پوهیږی او تاسونه پوهیږئ -
په دی کښی ذکر دصفت دمنافقانو دی اوتخویف دنیوی او اخروی دی اومراد د اشاعت دفاحشه نه عام دی - بدنامی دیومؤمن خورول اوکفراوشرک اشاعت بدعات اورسم ورواج ته دعوت ورکول د فحاشئ او دبدکارئ اسباب عام کول سینما ته ترغیب ورکول دا ټول په اشاعت دفاحشه کښی داخل دی، اوعذاب مشروط دی په شرط دتوبی نه کولوسره -