النور ۱۳

لَوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ

ولی نه راوړی دوی په دی باندی څلور گواهان پس هرکله چه دوی نه راونړل گواهان نودغه کسان په نیز د اللّه تعالٰی دوی دروغژن دی -

په دی آیت کښی زجردی منافقانو ته او علت دماقبل دی یعنی هرکله چه دوی څلورگواهان نه شی پیش کولی نوبغیردثبوت شرعی نه ولی په مؤمنانوباندی گمان کوی (عِنْدَ اللَّهِ) ددی نه مراد حکم دشرع دی یعنی په داسی امورو کښی گمان دانسان ته اعتبارنیشته بلکه چه ثبوت شرعی ورسره نه وی نوپه ده باندی حکم ددروغژن کیدلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل