لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنْفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُبِينٌ
ولی نه وه کله چه تاسو دا (خبر) واوریدلو چه گمان کړی وی مؤمنانوسړو او مؤمنو زنانو په یوبل باندی دخیر او وئیلی وی چه دا دروغ ښکاره دی -
په دی ادب اول ذکردی دپاره دمؤمنانو په وخت دبهتان لگیدلوکښی په یومؤمن باندی یعنی مؤمنانولره تصدیق دبهتان تړونکو نه دی په کار، بلکه دوی لره گمان دخیرپه کاردی ځکه چه ظاهرحال دمؤمن پاکدامنی اوعفت دی -