وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ
او ته اوایه ای ربه ځما پناهی غواړم په تاسره دوسوسو (تیزؤونکو) دشیطانانونه -
په دی آیتونو کښی دریم ادب دی په طریقه د دعا سره او د هَمَزَاتِ نه مراد شیاطینو هغه وسوسی دی چه دخلقو په سینو کښی په باره ددعوت کوونکی کښی اچوی دی دپاره چه هغوی دا دعوت قبول نه کړی او (أَنْ يَحْضُرُونِ) نه مراد دادی چه شیطان داعی ته حاظرشی دهغه په زړه کښی ریا، تکبراو غضب وغیره واچوی اودعوت ته نقصان اورسیږی -