المؤمنون ۹۶

ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ

دفع کوه په هغه طریقه چه ښائسته ده بدئ لره مونږ ښه پوهیږو په هغه خبروی چه دوی ئی بیانوی -

په دی آیت کښی دداعی دپاره دوهم ادب علمی دی (بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) نه مراد دعوت دتوحید او سنت دی او (السَّيِّئَةَ) نه مراد شرک او بدعات او نورگناهونه دی او دارنگ مراد د بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ نه ښائسته اخلاق دی لکه صبراوتحمل او عفوکول او سَّيِّئَةَ نه مراد دمخالف د طرف نه ظلم کول، کنځل کول وغیره دی اودارنگ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ نه مراد دعا ده چه مخکښی آیت کښی تیره شوه او سیئة نه مراد عذاب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل