عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ
عالم دی په هرپټ او ښکاره باندی پس اوچت دی دهغی نه چه دوی ئی دهغه سره شریکوی -
هرکله چه مخکښی دلیلونو کښی تصرف د اللّه تعالٰی ذکرشوی ؤو نوپه دی آیت کښی صفت دعلم دهغه ذکرکوی او ورسره تفریع ده په دی دلیل باندی په رد دشرک - تسبیح دصفاتو سره تعلق لری او علو د ذات سره تعلق لری ددی وجی نه داول سره یصفون او دوهم سره یشرکون ذکرکړی دی -