المؤمنون ۹۱

مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ

نه دی نیولی اللّه تعالٰی هیڅ ځوی اونیشته دهغه سره برابر څوک واکدار دغه وخت به بوتللی وی هراختیارمند هغه څیزلره چه ده پیدا کړی وی او خامخا زورآور شوی به وی بعضی په بعضی باندی (یعنی په یوبل باندی) پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ئی بیانوی -

دا بیان د حق دی چه مخکښی آیت کښی ئی ذکرکړو اورد دی په عقیده د اتخاذ ولد (چه ادنیٰ شریک وی) اورد دی په هغه شریک چه د اللّه تعالٰی سره ئی په صفت دتصرف یا په حق الوهیت کښی برابر گنړی - او حاصل ددلیل دادی چه الٰه مستقل اختیاروالا ته وائی نوکه بل څوک الٰه وی نوهغه به پیدایش کړی وی اوبیا به ئی خپل مخلوق دبل نه ضرور جدا کولی دپاره ددی چه مستقل تصرف په کښی اوکړی اوپه دغه وخت به ئی دبل الٰه په برخه باندی ضرور غلبه او تسلط کولی اوجگړه به ئی ورسره کولی ځکه چه یو الٰه د بل الٰه حق او تصرف نه منی ځکه چه دده په الوهیت کښی نقص راځی اوهرکله چه یو غلبه په بل باندی کولی نوهغه مغلوب الٰه نه شی کیدلی - او دا دلیل یقینی قطعی دی لکه چه ددی تفصیل سورة انبیاء (۲۲) کښی تیر شوی دی (عَمَّا يَصِفُونَ) اشاره ده دنسبت دولد او دشریک اللّه تعالٰی ته ځکه ولدیت اوشرک صفات دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل