المؤمنون ۱۹

فَأَنْشَأْنَا لَكُمْ بِهِ جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ

پس پیدا کړل مونږ تاسولره په دی اوبوسره باغونه د کجورو او د انگورو ستاسو دپاره په هغی کښی میوی ډیری دی اوبعضی دهغی نه تاسو خورئ -

دا څلورم دلیل سفلی دی (فَوَاكِهُ) نه مراد نوری میوی دی سیوا دکجورو او انگورونه یامراد دادی چه دا کجوری او انگور مختلف او ډیرقسمونه دی (وَمِنْهَا) کښی اشاره ده چه دخوراک علاوه نوری فائدی هم په دی کښی شته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل