المؤمنون ۱۸

وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ

او را ورلی دی مونږ د طرف دآسمان نه اوبه په اندازه سره پس اوسولی دی مونږ هغه په ځمکه کښی اویقیناً مونږ په وچؤولو دهغی باندی خامخا قدرت لرونکی یو -

دا دریم دلیل عقلی وسطی دی او (فَأَسْكَنَّاهُ) مطلب دادی چه دا اوبه دباران په ځمکه کښی پ طریقه دکویانو او چینواو خوړونو سیندونو سره موجود دی (وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ) کښی تخویف دی بندگانوته که اللّه تعالٰی دا اوبه اوچی کړی نو هیڅ څوک ئی نشی واپس کولی داسی په سورة ملک (۳۰) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل