ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ
بیا جوړه کړه مونږه هغه نطفه په ځای دقراری مضبوط کښی -
(جَعَلْنَاهُ) ضمیرنه مراد اولاد د آدم علیه السلام دی په قرینه دسورة سجده (۸) اود عام انسانانو د پیدائش شپږ حالات ئی ذکرکړی دی - او دارنگ سورة حج کښی تیرشوی دی اومراد دخلق آخرنه دروح اچولونه روستو ترمرگه پوری ټول حالت مراد دی (فَتَبَارَكَ اللَّهُ) دعویٰ د سورة ده او معنیٰ ددی په سورة اعراف کښی تیره شوی ده او احسن په معنیٰ دمضبوط او کلک دی یاخلق په معنیٰ دشکل جوړولو دی او احسن په معنیٰ دښائسته دی -