المؤمنون ۱۲

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ

او یقیناً پیدا کړی دی مونږ انسان د چانړ کړی شوی خټی نه -

د اول دلیل عقلی انفسی دی مراد د انسان نه آدم علیه السلام دی او (سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ) نه مراد دادی چه نرمه خټه په موټی کښی اونیولی شی او زورورکړی شی اوپه گورتونو کښی خټه رااووځی نوهغی ته سلالة وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل