ثَانِيَ عِطْفِهِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَنُذِيقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَذَابَ الْحَرِيقِ
تاوهی ډډه خپله دی دپاره چه گمراه کړی نورخلق دلاری د اللّه تعالٰی نه دده دپاره په دنیا کښی شرمندگی ده او اوبه څکوو ده لره دقیامت په ورځ عذاب د اور سوزؤونکی -
(عِطْفِهِ) یو اړخ ته وئیلی کیږی یعنی اړخ گرځوی دحق داوریدلونه ددی دپاره چه خپل مقلدینو لره گمراه کړی لکه سورة انعام (۲۶) کښی دی مفسر قرطبی د عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت کړی دی چه دا (مذکورپه دی آیت کښی) هربدعتی دی په (نُذِيقُهُ) کښی اشاره ده چه دگرموالی او سوزش احساس به کولی شی نشه به نه وی - دی روستو دواړو جملوکښی تخویف دنیوی او اخروی دی -