وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ
اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی بغیردپوهی نه اوبغیر دهدایت نه اوبغیر دکتاب رنړا کؤونکی نه -
په دی آیت کښی زجردی په جدال کولو داهل علمو عنادیانو دحق سره اومراد دجدال فی اللّه نه جدال کول دی په توحید د اللّه تعالٰی کښی اوپه باره ددوباره ژوندی کولو کښی - (عِلْمٍ) نه مراد علم عقلی استعدادی دی (هُدًى) نه مراد علم نقلی دی دهدایت والونه (كِتَابٍ مُنِيرٍ) نه مراد کتاب وحی دی ځکه چه زیاته رنړا په کتاب د اللّه تعالٰی کښی ده - یعنی دری قسمه دلیلونه ورسره نیشته یعنی اگرچه عالم دی لیکن جدا په حق کښی بی دلیله کوی -