فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنْتُمُ الظَّالِمُونَ
پس اوگرځیدل دوی خپلو ځانونو ته (په سوچ کولوسره) پس اوئیل دوی یقیناً تاسو ظالمان ئی -
ددی نه مراد دادی چه دوی دځانونو سره سوچ او فکرشروع کړو په شان دهغه چاچه په بحث کښی دحجت نه عاجزشی او دخصم دلیل صحیح اوگنړی اوپه ځان باندی ئی اقرار دظلم اوکړو ځکه چه شرک ظلم دی یا دالظالمون نه مراد ددوی دادی چه تاسو دا معبودان بغیردڅوکیدار نه پریخودلی څوک حفاظت کوؤنکی نه وؤ - اومشهوره جمله ده من لایرد عن رأسه الفأس کیف یدعو عن عابد یه البأس - ترجمه: څوک چه دځان تبرنه شی واپس کولی نوهغه به دخپلو عبادت کوؤنکو سختی څه رنگ دفع کړی -