الأنبياء ۶۳

قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ

اوئیل هغه بلکه کړی دی دی لوی ددوی نه چه دادی پس تپوس اوکړئ ددوی نه که خبری کولی شی -

حدیث دصحیحین او ترمذی ذکرشوی دی چه دا لفظ دابراهیم علیه السلام دکذباتو (یعنی معاریض او تورئی) نه دی یعنی دوه معانی لری یو معنیٰ ظاهری دمخاطبینو دفهم مطابق اوبله معنیٰ دمتکلم د مراد موافق اوداسی کلام کذب (دروغ) نه دی ځکه چه دروغ گناه ده اوانبیاء‌ علیهم السلام د گناهونونه پاک دی - نودکذب تعبیرپه دی حدیث کښی دراوی دطرف نه دی د رسول اللّٰه ﷺ دطرف نه نه دی لکه چه دا قول امام رازی کړی دی اودی ته روایت بالمعنیٰ وئیلی کیږی - یا د کذب اطلاق په اعتبار دظاهرسره دی فقظ‌مجازاً نه په معنیٰ حقیقی سره اودلیل په دی باندی قول د ابراهیم علیه السلام دی خپلی بی بی ته روستو دقول دهغه نه (انک اختی) اختی فی کتاب اللّه - اوپه دی جمله کښی گنړ توجیهات دی - اوله توجیه دا چه فعل دکبیرئی معلق اومشروط کړی دی په نطق د نورو معبودانوسره اوهغوی خو دنطق عاجز دی نوشرط موجود نه شو - نوپه دی کښی حجت دی دپاره د رد دشرط دهغوی اوپه ضمن ددی کښی اقرار دی په ځان باندی چه دا ماکړی دی - دوهمه توجیه داده چه بل په معنیٰ داستفهام دی یعنی آیا دا کړی دی دی غټ - نوهم ضمناً اعتراف دی - دریمه توجیه داده چه فاعل د فعله محذوف دی اودا حذف بغیرد قائمقام نه جائزدی په نیز دکسائی باندی - اود كَبِيرُهُمْ نه دسره جمله شروع ده - څلورمه توجیه کَبِیر نه مراد د ابراهیم علیه السلام په نیز اللّه تعالٰی دی اودا قوم هم قائل وؤ په کبریا د اللّه تعالٰی باندی لکه چه شعرانی په الیواقیت او الجواهر کښی ذکرکړی دی یعنی دا کار اللّه تعالٰی کړی دی (یعنی نبی په امر د اللّه تعالٰی سره کړی دی) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل