قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ
اوئیل دوی پس راولئ هغه مخامخ دسترگو دخلقو دپاره ددی چه دوی ئی تماشا اوکړی -
(يَشْهَدُونَ) نه مراد شهادت د خلقو دی دپاره داثبات ددی دعوی یعنی هغوی په خپل قانون کښی ددعویٰ اثبات دپاره گواهی لازم گنړله لکه شرعاً هم دا حکم دی - یا مراد دادی چه دا خلق دده سزاته حاضرشی تماشه اوکړی چه عبرت واخلی اودا مقصد دابراهیم علیه السلام وؤ لکه چه مخکښی ذکرشول -