الأنبياء ۶۰

قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ

دوی اوئیل اوریدلی مونږ دیوځوان نه چه ددوی بدی وئیله وئیلی کیدی شی هغه ته ابراهیم علیه السلام -

دا جواب دی دهغه کسانو چه هغوی د ابراهیم علیه السلام نه قال لاکِیدنَّ اوریدلی وؤ او (يَذْكُرُهُمْ) ، نه مراد هم دغه قسم دی په لاکیدن سره یا داجواب دټولو دطرف نه دی چه ابراهیم علیه السلام ددی معبودانوعیبونه او نقصانونه ذکرکول نو معلومیږی چه داکار به هغه کړی وی - او يَذْكُرُهُمْ، نه مراد کنځل کول او عیبونه بیانول دی او (فَتًى) دلیل دی چه ابراهیم علیه السلام دځوانئ په عمرکښی وؤ یاداچه داکار دقوت او زوروالو دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل