إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنْتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ
کوم وخت چه اوئیل ئی پلار اوقوم خپل ته څه دلیل دی ددی شکلونو (په عبادت کولو باندی) چه تاسو دی لره همیشه عبادت کوئ -
په دی آیت کښی بیان درشد دی چه هغه رد کول دی په شرک باندی اگرچه هغه په پلارکښی موجودوی (مَا هَذِهِ) نه مراد تپوس ددلیل اودعلت دعبادت کولو دهغوی دی یا مراد ترینه بیان دحقیقت دهغوی دی چه دا مصنوعات او مخلوقات دی حق دار دبندگئ نه شی کیدلی (التَّمَاثِيلُ) جمع دتمثال ده هغه څیزته وائی چه جوړکړی شی مشابه دیومخلوق سره اوقوم دابراهیم علیه السلام څه تماثیل د ستورو جوړ کړی وؤ اوڅه دنیکانوبندگانو (عَاكِفُونَ) عکوف په معنیٰ دلازم نیول دیوڅیزدی اوتوجه کول هغه ته په طریقه دتعظیم او دبندگئ سره -