الأنبياء ۵۱

وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ

اویقیناً ورکړی وه مونږ ابراهیم علیه السلام ته پوهه ددین مخکښی نه او وؤ مونږ ددی په حال باندی پوهه لرونکی -

ددی آیت نه تر (۷۳) پوری دلیل نقلی دی دابراهیم علیه السلام نه دپاره دتذکیر د غافلینو دتوحیدنه په بیان د مجاهدی کولو دابراهیم علیه السلام په مقابله دمشرکینو کښی د (رُشْدَهُ) نه مراد نبوت دی او (مِنْ قَبْلُ) نه مراد دادی چه د موسیٰ اوهارون علیهم السلام نه مخکښی - یا درشد نه مراد ایمان او توحید دی اومن قبل نه مراد مخکی دبالغ کیدلونه اوددی نه معلومه شوه چه هغه قصی چه بعضی مفسرینو لیلکی دی چه ابراهیم علیه السلام په غارکښی وؤ اوبیا راووتلو اورب ئی نه پیژندلو کله ستوری ته ئی رب وئیل اوکله سپوږمئ اونمرته نودا ټول اسرائيلیات دی اوددی آیت نه خلاف دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل