بَلْ مَتَّعْنَا هَؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ
بلکه فائدی ددنیا ورکړی دی مونږدوی ته اومشرانوددوی ته تردی پوری چه اوگده شول په دوی باندی عمرونه آیا دوی نه گوری چه راتلل کؤو مونږ وطن ددوی ته چه کمه ؤو هغی لره دغاړو دهغی نه آیا پس دوی به زور آورشی -
په دی آیت کښی سبب داستهزاء اودانکارذکرکوی یعنی سره دشرک کولو او انکار کولو د رسول نه دوی ته ددنیا ډیرنعمتونه ورکړی شوی دی اوعمرونه ډیرپه شرک اوددنیا په مزو کښی تیرشول نودغفلت دوجی نه په استهزاء درسولانو کښی اخته شول (أَفَلَا يَرَوْنَ) په دی کښی تخویف دی منکرینو ته مراد دادی چه اللّه تعالٰی ددوی په ملک باندی نبی ﷺ او اسلام ته غلبه او تسلط تدریجاً ورکوی یاددی په ملک باندی لږلږ عذابونه راځی نودوی به کله غالب شی - اوداسی په سورة رعد (۴۱) کښی دی اوددی آیت تفسیر په سورة احقاف (۳۷) کښی دی -