الأنبياء ۴۳

أَمْ لَهُمْ آلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِنْ دُونِنَا لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِنَّا يُصْحَبُونَ

آیا دوی لره مبعودان شته چه اوبه ساتی دوی لره سیوا زمونږنه وس نه لری دامداد دځانونو خپلو اونه ددوی سره زمونږ د طرف نه ملگرتیاکیدی شی -

دا بیان د مَنْ يَكْلَؤُكُمْ دی په طریقه داستفهام انکاری سره یعنی ستاسو آلِهه ستاسوساتنه کولی نه شی بیارد دی په شرک باندی په نفی دشرک فی التصرف سره نودوهمه جمله علت دی دپاره د اولی جملی او ضمیرد لایستطیعون او انفسهم راجع دی آلهه ته - اودوهم ضمیرراجع دی مشرکینویا آلهه ته - (يُصْحَبُونَ) یومعنیٰ داده چه دوی لره زمونږدعذاب نه پناهی نه شی ورکیدی دوهمه معنیٰ داده چه دوی سره ملگرتیا (په مدد کولوسره) نه شی کیدی په اوله معنیٰ راجع دی مشرکانوته اوپه دوهمه راجع دی آلهه ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل