بَلْ تَأْتِيهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ
بلکه راځی به دوی ته ناگاهه نوحیران به کړی دوی لره پس طاقت به نه لری دواپس کولو دهغی اونه به دوی لره مهلت ورکیدی شی -
داهم متعلق دی دمخکښی آیت سره چه دوی لره دعذاب دراتلو مقررتاریخ اووخت نه دی معلوم بلکه ناگاهانه به راځی (تَأْتِيهِمْ) ضمیرقیامت ته راجع دی یا اوردجهنم ته -
فائده: دعذاب سره مناسب نصرت دی دهغی ددفع کولودپاره اودراتللو دعذاب سره مناسب مهلت دی دهغی نه د بچ کیدلودپاره - ددی وجی نه په اول آیت کښی (يُنْصَرُونَ) اوپه دوهم آیت کښی (يُنْظَرُونَ) ذکرکړی شو -