لَوْ يَعْلَمُ الَّذِينَ كَفَرُوا حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَنْ وُجُوهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ
که چیری خبروی کافران (په تفصیل) دهغه وخت چه نه به شی اړولی دمخونو خپلونه اور اونه د شاگانو خپلونه اونه به ددوی سره مدد کیدی شی -
په دی آیت کښی الزامی جواب دی یعنی عذاب چه راشی نوبچ کیدی ترینه نه شئ نوولی ئی په تلوارسره غواړئ اوپه ذکردوجوه او ظهورکښی اشاره ده چه اورد جهنم به په دوی باندی دهرطرف نه احاطه کړی وی - اوجزاء دلو شرطیه محذوف ده یعنی لَمَا اسْتَعْجَلُوا الْعَذَابَ (نوعذاب به ئی په تلوارسره نه غوختلی) -