فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى
پس صبرکوه په هغه باندی چه دوی ئی وائی اوتسبیح وایه سره د حمد درب ستانه مخکښی دختلو دنمرنه اومخکښی د پټیدلو دهغی نه اود وختونو دشپی نه پس تسبیح اوایه اودغاړودورځ نه ددی دپاره چه ته خوشحاله شی -
په دی آیت کښی تشجیع ده په صبرکولوسره اوپه بیان دتوحید سره (وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ) ددی نه مراد عقیده دتوحید ده په زړه کښی اوذکردتسبیح او دحمد دی په ژبی سره اوعمل دتسبیح اودحمددی چه هغه مونځ کول دی - اوپه دی آیت کښی پنځه اوقات د دمونځونو ذکرشوی دی ځکه چه د نمر ختلو نه وړاندی مونځ دفجر دی اود پټیدلو دنمرنه وړاندی مونځ دمازیگردی اود اوقاتو دشپی نه مراد مونځ دماښام او د ماسختن دی اود اطراف النهارنه مراد مونځ د ماسپخین دی ځکه چه وخت دماسپخین اخری طرف داول نصف دی - او اول طرف دآخری نصف دی نودی په دوو طرفونو کښی شو اومراد د جمعی نه اطراف دوه دی (لَعَلَّكَ تَرْضَى) دا دلیل دی چه عمل کول په دی آیت باندی سبب د خوشحالئ دی - اوپه دی آیت کښی ددعوت کوونکی دپاره دری اداب ذکرشول -